دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeکورپاڼهمارکو روبیو:د «نیو سټارټ» اټومي تړون نور د امریکا او نړۍ اړتیاوې...

مارکو روبیو:د «نیو سټارټ» اټومي تړون نور د امریکا او نړۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای، او پای ته مو ورساوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې د «نیو سټارټ» اټومي تړون د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۵مه پای ته ورسېد او نور د اوسني نړیوال امنیت له شرایطو سره سمون نه لري.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، دا تړون په پخوانیو شرایطو کې جوړ شوی و او اوس یې اغېز ختم شوی دی.

روبیو ټینګار کړی چې امریکا غواړي نړیوال اټومي ګواښونه کم کړي، خو داسې تړون به ونه مني چې د واشنګټن ملي ګټو ته زیان ورسوي یا د نورو هېوادونو سرغړونې له پامه وغورځوي.

هغه زیاته کړې، امریکا به د ټولو احتمالي اټومي سیالانو لپاره سخت او لوړ معیارونه وضع کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې واشنګټن به تل له ځواکمن دریځ څخه خبرې اترې کوي او هېڅکله به یوازې د یو تړون د لاسلیک لپاره، له خپلو اصولو او امنیتي غوښتنو تېر نه شي.

یاده دې وي چې، د «نیو سټارټ» تړون د امریکا او روسیې ترمنځ یو مهم اټومي تړون و چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی و او د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو اټومي وسلو شمېر یې محدوداوه، څو د وسلو سیالي کمه او نړیوال امنیت ټینګ شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here