د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د فرانسې له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې پر طرحې نیوکه کړې او دا یې بېملاحظې اقدام بللی دی.
نوموړي ویلي چې دا پرېکړه یوازې د حماس په ګټه ده او د سولې بهیر شاته بیايي.
روبیو دا څرګندونې په خپل ایکس کې کړي او زیاته کړې یې ده چې د پاریس پرېکړه د اکتوبر د اوومې د قربانیانو سپکاوی دی.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې فرانسې اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې به د سعودي عربستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره یو ځای د سولې یو کنفرانس جوړ کړي، څو د دوو دولتونو حللاره وړاندې بوزي.

