د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، امریکا کې دې د هغو کسانو دایمي ویزې او ګرین کارتونه لغوه شي، چې د حماس ملاتړ کوي.
نوموړي ویلي، چې یاد کسان باید له امریکا څخه هم و اېستل شي.
هغه د خپلې سناتورۍ په دوره کې هم ویلي و، چې امریکا باید د حماس د ملاتړ کوونکو ګرین کارتونه لغوه کړي.
په همدې حال کې بیا د امریکا فدرال حکومت ویلي، هغه فلسطیني محصل یې هم نیولی، چې د کلمبیا پوهنتون کې یې د اسرائیل پر ضد په شوي لاریون کې کلیدي رول درلود.

