د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي، ځکه د ده په وینا دا چاره به نه یوازې د امریکا، بلکې د سیمې، اروپا او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
روبیو دا څرګندونې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې امریکا باید د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره خپل ځواکونه په سیمه کې وساتي.
هغه همداراز وویل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د یوې هوکړې غوښتونکی دی؛ خو دې هدف ته رسېدل اسانه کار نه دی او جدي هڅو ته اړتیا لري.

