د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا افغانستان د «غیر قانوني نیونو د ملاتړ کوونکي دولت» په توګه نومولی دی.
روبیو په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې طالبان د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د بندیانو له موضوع څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، خو په خبره یې دا تګلاره به د امریکا پر اوسني حکومت اغېز ونه لري.
نوموړي ټینګار کړی چې طالبان باید امریکايي وګړي هر یو ډینس کویل او محمود شاه حبیبي او همدارنګه نور ټول امریکایان چې په افغانستان کې غیر قانوني بندیان دي، سمدستي خوشې کړي.
تر دې وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په وار وار د امریکایي بندیانو د ژر خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو د طالبانو حکومت د محمود شاه حبیبي له نیولو انکار کړی.

