د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې لیزا کورټېس د بګرام د بیا نیولو په اړه د ټرمپ څرګندونې خندونکې بللې دي.
هغې ویلي، طالبان به هېڅکله امریکايي ځواکونو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورنهکړي.
کورټېس زیاته کړې چې طالبان شل کاله له امریکا او ناټو سره وجنګېدل او دا ناشونې ده چې اوس د بګرام لپاره دروازې پرانېزي.
هغې ویلي، د ټرمپ لومړۍ ادارې په دوحې تړون کې د ۲۰۲۱م د مئ تر میاشتې د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې وه او په تړون کې د بګرام د پاتې کېدو هیڅ یادونه نه ده شوې.
ټرمپ تازه ویلي چې د بګرام د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي.

