د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین وایي چې داسې شواهد شته چې شمالي کوریا روسیې ته پوځیان استولي دي.
ښاغلي اسټین تېره ورځ له روم څخه د لېدنې پر مهال ویلي، چې روسیې ته د وسلو له ورکولو وروسته دا د پیونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.
نوموړي زیاته کړې چې امریکایي څېړونکي لا هم وضعیت څاري، خو پیونګ یانګ به د دې نتیجې وګوري چې له روسیې سره مستقیماً مرستې کوي.
بل لورته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، دوی باور لري چې شمالي کوریا د بېړیو له لارې د روسیې بندري ښار ولادیفوستوک ښار ته لږترلږه ۳۰۰۰ سرتېري استولي دي.
کربي ویلي، دوی نه پوهېږي چې دغه سرتېري به اوکراین ته استول کېږي او که نه، خو په خبره یې، دا کار دوی ته د اندېښنې وړ دی.

