یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهله پېرلو تر پوځي ګواښ؛پر ګرینلینډ د امریکا خطرناک بحث

له پېرلو تر پوځي ګواښ؛پر ګرینلینډ د امریکا خطرناک بحث

ارمان افغان؛ حماسه میډیا

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وانس ویلي چې ګرینلنډ د امریکا او اروپا د توغندیزې دفاع لپاره ستراتېژیک او «حیاتي» اهمیت لري، خو په وینا یې ډنمارک او اروپايي متحدینو د دې سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره کافي پانګونه او جدي اقدامات نه دي کړي.

وانس فاکس نیوز ته په مرکه کې ټینګار وکړ چې د احتمالي روسي یا چینايي توغندیز ګواښ پر وړاندې د لویدیځ د دفاع مهم بنسټونه پر ګرینلنډ ولاړ دي.

هغه وویل: «که خدای مه کړه پر اروپا یا امریکا اټومي برید وشي، ګرینلنډ د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.»

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې امریکايي چارواکي د ګرینلنډ د پېرلو پر احتمالي وړاندیز «فعاله» خبرې کوي؛ هغه څرګندونې چې د ناټو د یوه غړي، ډنمارک، سخت غبرګون یې پارولی.

کوپنهاګن خبرداری ورکړی چې د ګرینلنډ الحاق یا پوځي ګواښ به د ناټو د یووالي لپاره جدي زیانمن تمام شي.

په مقابل کې، ډنمارک او ګرینلنډ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ټاپو د پلور وړ نه دی.

د فرانسې، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، پولنډ، هسپانیې او ډنمارک مشرانو په ګډه اعلامیه کې د ډنمارک ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې د ګرینلنډ په اړه پرېکړه یوازې د ګرینلنډ د خلکو او ډنمارک حق دی.

دوی همداراز د ملګرو ملتونو د منشور پر حاکمیت او د سرحدونو پر نه‌ماتېدونکي اصل ټینګار کړی.

د ګرینلنډ یو استازی په ډنمارکي پارلمان کې د امریکا څرګندونې «ښکاره ګواښ» بللي، خو ویلي یې دي چې واشنګټن به ښايي پرلپسې فشارونه زیات کړي.

په سیمه کې ځینې اوسېدونکي بیا وايي، د اقلیم بدلون او د یخ وېلې کېدل د دوی د ژوندانه تر ټولو ستره ستونزه ده.

ګرینلنډ د شمالي امریکا او قطب ترمنځ موقعیت لري، د امریکا د پیتوفیک فضا اډه پکې فعاله ده او د نایابه منرالونو او انرژۍ د زېرمو له امله یې نړیوال اهمیت لا زیات شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here