د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، کابل ته د مسعینک د لرغونو اثارو انتقال خواشینی کړی او د طالبانو حکومت باید په دې اړه له بدیلو لارو کار واخلي.
نوموړي ویلي، چینایان د افغانستان د تاریخ په اړه بې تفآوته دي؛ خو د طالبانو حکومت ته پکار وه، چې په دې اړه یې نورې لارې سنجولې وی.
خلیلزاد زیاتوي، لوګر کې د دغو اثارو پاتې کېدو سره دا ساحه خوندي پاتې کېدله.
د یادونې ده،.چې له مسعینک کان څخه ۱۴۳۰ قلمه بېلابېل تاریخي توکي کابل ته را انتقالیږي.

