د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي، د لندن په ښار کې د پاکستان د استخباراتي سازمان له خوا جوړه شوې د «اسلامآباد غونډه» رد کړې او افغانان یې له دې ډول محافلو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
ښاغلی عاصي وايي: «تقریباً ټول ویناوال د جهاد او جمهوریت پخواني مفسدین، قراردادیان او د پاکستان نوي ملاتړي دي. پاکستان هېڅکله د افغانستان دوست نه دی او یوازې د لنډمهاله او تاکتیکي اهدافو لپاره له ځینو افغانانو او رسنیو ګټه اخلي.»
هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې پاکستان هڅه کوي د بهرنیو رسنیو او ځینو افغانانو د ملاتړ له لارې په هېواد کې قومي او سیاسي اختلافات رامنځته کړي.
عاصي له افغانانو غوښتي چې په هوښیارۍ سره له دې ډول پروګرامونو ډډه وکړي او اجازه ورنه کړي چې د هېواد نوم او خلک د استخباراتي لوبو لپاره وکارول شي.

