د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ویاند ایمل فیضي د لندن د غونډې د شفافیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه دا ډول کنفرانسونه باید له مخکې په ښکاره توګه اعلان شي.
د هغه په وینا، ټاکل شوې چې د مارچ په ۲۵مه په لندن کې د افغانستان په اړه یوه غونډه ترسره شي، خو تر اوسه د دې کنفرانس د اجنډا، ګډونوالو او مالي سرچینو په اړه روښانه معلومات نه دي خپاره شوي.
فیضي زیاته کړې چې د غونډې د اعلان ناوخته کېدل او پټ ساتل د خلکو ترمنځ پوښتنې راپورته کوي او دا وېره هم شته چې ځینې کړۍ ښايي د افغان ښځو له نوم څخه د سیاسي موخو لپاره ګټه واخلي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه هر ډول نړیوالې غونډې باید له شفافیت، ځواب ویلو او پر وخت اطلاعرسانۍ سره ترسره شي.

