د امریکا د جیولوجیکي څېړنو مرکز خبر ورکړی، چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ۵.۲ درجې په کچه زلزله رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۹.۱ کیلومتره په ژوروالي کې شوې او لړزې یې تر کابل او یو شمېر نورو ولایتونو هم احساس شوې دي.
تر اوسه د دې پېښې د مرګژوبلې او یا احتمالي زیانونو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.

