لیکوال: میرویس شینواری
د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا پخوانی مشاور
پښتونخوا د تاریخ په اوږدو کې د غیرت، قربانۍ او ازادۍ خاوره پاتې شوې ده، چې د حاجي میرزلي خان او نورو مبارزو شخصیتونو د مبارزې نښې پکې ژوندي دي.
خو نن ورځ یو ډېر جدي حقیقت مخې ته ولاړ دی: دا سیمه د داسې سیاسي او امنیتي معادلو تر اغېز لاندې ده چې د عام ولس د ارادې پر ځای، د لویو قدرتونو او نظامي پالیسو له لوري رهبري کېږي او د خپل لوی کور افغانستان پرضد پنجاب لخوا اشغال شوي سيمو څخه وحشيانه بمبار او توپونه په افغانستان توغول کيږي.
لر پښتانه بايد دې حالت ته د پای ټکی کيږدي، دا لوی شرم دی لر پښتنو لپاره چې د خپل لوی کور افغانستان پر ضد يې خاوره پنجاب استعمالوي.
دا حالت د منلو وړ نه دی چې د یوې سیمې جغرافیه او ولس دې د شخړو، فشارونو او سیمه ییزو لانجو د وسیلې په توګه وکارول شي، په ځانګړي ډول د افغانستان په تړاو، او عام ولس دې د ناامنۍ او زیانونو قرباني پاتې شي.
زه په څرګنده وایم: د پښتون ولس خاوره د جګړې لپاره نه ده، او د دې ولس خلک باید د هېڅ بهرني یا پنجاب نظامي ستراتیژۍ وسیله ونه ګرځي.
د دې سیمې راتلونکی باید یوازې د همدې ولس د ارادې او حقونو له مخې وټاکل شي.
لر او بر پښتانه باید بې پروایي او چوپتیا پرېږدي، ځکه چوپ پاتې کېدل نور د حل لاره نه ده.
د حقیقت بیان، د ولس بیداري او د خپلو حقونو غوښتنه د وخت اړتیا ده.
که ولس خپل غږ پورته نه کړي؛ نو ویره شته چې وضعیت لا نور هم پېچلی او د راتلونکي لپاره ستونزمن شي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

