لبنان ویلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د اسراییلو د سختو هوايي بریدونو له امله په بیروت کې لږ تر لږه ۱۸۲ کسان وژل شوي او ۸۹۰ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، دا بریدونه د وروستیو ورځو له تر ټولو خونړیو حملو شمېرل کېږي، ځکه ګڼ میشتې سیمې، سوداګریز مرکزونه او د استوګنې محلونه پکې په نښه شوي دي.
دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هوکړه اعلان شوه.
سره له دې چې ځینو منځګړو ویلي لبنان هم د دې تفاهم برخه ده، خو امریکا او اسراییل ټینګار کوي چې په لبنان کې د حزبالله پر ضد جګړه جلا روانه ده.
بل لور ته، ایران خبرداری ورکړی چې که پر لبنان بریدونه دوام وکړي، ښايي له اوربند څخه ووځي.
راپورونه زیاتوي چې د جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۳۹ ته رسېدلی او ۵۸۷۳ نور کسان ژوبل شوي دي.
د یادونې ده چې نن ورځ په لبنان کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

