د لانګ وار ژورنال ویبسایټ ویلي چې د سراجالدین حقاني د نیولو لپاره د جایزې لغوه کول د ټرمپ ادارې د طالبانو سره د تعامل د پخوانۍ تګلارې دوام ښيي.
په مقاله کې د زلمي خلیلزاد د افغانستان سیاسي ډګر ته د بېرته راستنېدو یادونه هم شوې ده.
د لانګ وار ژورنال مدیر ویلي، چې د ټرمپ ادارې له طالبانو سره تعامل دا ښيي چې دغه ډله به القاعدې ته د پټنځای برابرولو لپاره حساب ورنکړي.
د مقالې له مخې، که څه هم د ټرمپ اداره لومړۍ اداره نه ده چې ترهګرو ته امتیازات ورکوي؛ خو دا پرېکړه د حقاني شبکه پیاوړې کولی شي.
د لانګ وار ژورنال مطلب وايي چې د دوحې تړون د طالبانو سره د مذاکراتو پایله وه، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو سبب شو.

