په لاسانجلس کې تر اوسه د اور وژونکې ډلې د اور په مهارولو نه دي توانېدلې.
امریکایي رسنۍ وایي، چې لږ تر لږه په درو سیمو کې لوی اور لا هم بل دی، او د قربانیانو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شوی دی.
دوی ویلي، چې د ۱۶ کسانو د ورکېدو راپور هم ثبت شوی، او چارواکو ویلي چې د دې شمېر د زیاتېدو احتمال شته.
امریکایي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبرداری ورکړی چې خطرناک بادونه راروان دي چې د اور شدت لا زیاتولی شي.

