پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهقطر او سعودي:د اسراییلو د تېري پر وړاندې ګډ نړیوال غبرګون اړین...

قطر او سعودي:د اسراییلو د تېري پر وړاندې ګډ نړیوال غبرګون اړین دی

د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني وايي، چې د اسراییلو د تېري پر وړاندې باید ګډ او ټولیز غبرګون وښودل شي، څو د اسراییلو زورواکي او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

په همدې مهال د قطر رسنیو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو له خوا پر دوحه د بریدونو وروسته، نړیوال اقدام د اسراییلي تېري د مخنیوي لپاره اړین دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اسراییلو د قطر پلازمېنه دوحه په نښه کړه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here