د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مجید بن محمد الانصاري، د دوحې فورم ۲۳مې غونډې پر مهال د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشیف سره جلا ناسته کړې ده.
په دې لیدنه کې د دوحې او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر نويو لارو چارو خبرې شوې دي.
دواړو لورو د افغانستان اړوند وروستیو سیاسي او بشري تحولاتو ته هم کتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د کابل په اړه باید همغږي، عملي او ګډ اقدامات پیاوړي شي، څو سیمهییز ثبات او د افغانستان د خلکو ملاتړ تضمین شي.

