د قطر د بهرنیو چارو وزارت د برتانیې د صدراعظم کایر ستارمر هغه پرېکړه ستایلې چې غواړي فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
قطر دغه اقدام د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د لانجې د پای ته رسولو په لور یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه به د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره مرسته وکړي.
کایر ستارمر دا څرګندونې دوه ورځې مخکې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره په لیدنه کې کړې وې.

