د قطر دولت د طالبانو حکومت لهخوا د امریکایي وګړي ډینس کویل خوشې کېدل د نړیوالې ټولنې پر وړاندې یو مهم او مثبت ګام بللی دی.
قطر په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې دغه هېواد د بشري هڅو په چوکاټ کې د دې بهیر برخه پاتې شوی او د یاد کس د خوشې کېدو په اسانتیا کې یې مرسته کړې ده.
اعلامیه زیاتوي چې دا اقدام د افغانستان له لوري د حسن نیت څرګندونه ده.
دوحې همداراز ټینګار کړی چې د نړیوالو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي، څو د شخړو حل، سیمهییز ثبات او نړیوال امنیت پیاوړی شي.

