د قطر دولت د افغانستان له خلکو سره د هغو ویجاړوونکو سېلابونو له امله خواخوږي او د مرستې اعلان وکړ چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه سېلابونو د ګڼو کسانو د مړینې او ټپي کېدو سبب ګرځېدلي دي.
قطر د دې غمیزې له امله د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د قطر حکومت او ولس د طالبانو له حکومت او خلکو سره خپل بشپړ پیوستون اعلانوي او ټولو ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.

