د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د ایران د سفارت پوځي او امنیتي اتشهګان او د هغوی اړوند کارکوونکي “نامطلوب کسان” اعلان کړي او له هغوی یې غوښتي چې په ۲۴ ساعتونو کې له قطر څخه ووځي.
د وزارت په وینا، دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د پروتوکول رئیس ابراهیم یوسف فخرو او په دوحه کې د ایران د سفیر علي صالحآبادي ترمنځ په رسمي لیدنه کې ابلاغ شوې ده.
قطري چارواکو ویلي، دا اقدام د ایران له لوري د “پرلهپسې هدف ګرځونو او ښکاره تېري” په غبرګون کې شوی، چې د دوی په خبره د قطر د حاکمیت او ملي امنیت ښکاره سرغړونه ده.
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا ډول کړنې د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو او د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي، او که د ایران له لوري دغه “دښمنانه چلند” دوام ومومي، قطر به نور اقدامات هم ترسره کړي.

