یکشنبه, فبروري 15, 2026
Homeافغانستانقزاقستان؛استانه کې سبا ورځ د افغانستان په اړه د تماس ډلې غونډه...

قزاقستان؛استانه کې سبا ورځ د افغانستان په اړه د تماس ډلې غونډه جوړېږي

ټاکل شوې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د افغانستان د مسئلو په تړاو د هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې غونډه د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

د قزاقستان د رسمي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان اوسنی وضعیت او له کابل سره سیمه‌ییزه همکاري د بحث مهم موضوعات وي.

له غونډې مخکې قزاقستان او ازبکستان ټینګار کړی چې افغانستان باید د مرکزي اسیا د سوداګرۍ او اقتصادي چوکاټونو برخه وګرځول شي.

دواړو هېوادونو دا اقدام د دوامدار سیمه‌ییز ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم بللی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here