چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانقبایلي جرګه:د زرګونه بند پاتې مساپرو لپاره دې د چمن دروازه ژر...

قبایلي جرګه:د زرګونه بند پاتې مساپرو لپاره دې د چمن دروازه ژر پرانستل شي

د پښتنو یوې قبایلي جرګې له پاکستاني حکومت غوښتي چې د چمن دروازه دې ژر پرانیزي، څو هغه زرګونه مسافر او سوداګر بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي چې له اکتوبر راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي.

قبایلي مشرانو ویلي، د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله سوداګریز فعالیتونه ځنډېدلي او بشري ستونزې رامنځته شوې دي.

دوی زیاته کړې چې ډېری مسافر قانوني اسناد لري، خو د ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي، او زرګونه بار وړونکې لارۍ هم د خوړو له کمښت سره مخ دي.

مشرانو د ازاد سفر غوښتنه کړې او د درې ورځنۍ جرګې د جوړېدو اعلان یې کړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here