د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف له امریکا څخه غوښتي، چې اسراییل کنټرول او یو دوامدار اوربند ته مجبور کړي.
نوموړي ویلي، چې ایران به د اسراییل وروستي برید ته “حتمي ځواب” ورکړي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې امریکا پر ایران د برید لپاره اسراییل ته یو فضایي دهلیز برابر کړی دی.
ده زیاته کړه، پر ایران د اسراییل په عملیاتو کې د امریکا د ګډون شواهد ایران ته روښانه دي.
عباس عراقچي دغه راز ویلي، چې ایران د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیک استولی او د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه یې کړې ده.

