د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، فوزیه کوفي په پاکستان کې د طالبانو د مخالفو سیاستوالو د ناستې جوړېدل یو مثبت ګام بللی دی.
نوموړې وايي که د سیمې هېوادونه د داسې خبرو زمینه برابروي، باید د خلکو ترمنځ د باور جوړولو لپاره یې هرکلی وشي.
ټاکل شوې دا غونډه د اګست په ۲۵ او ۲۶ وشي چې پکې د ښځو ډلې او د سیاسي ـ مدني ټولنې استازي د افغانستان د راتلونکي او د ښځو پر وضعیت بحث وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد که څه هم د دې ناستې د ترسره کېدو خبر تایید کړی؛ خو د پاکستان کوربهتوب یې ناسم کار بللی او خبرداری یې ورکړی چې ځینې ګډونوال د طالبانو حکومت د پرځولو ټینګار لري.

