د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، د ښځو لپاره د طالبانو د مشرانو د نیولو امر صادرول په اوسنۍ کړکېچن او تیاره فضا کې د تازه هوا تنفس دی.
فوزیه کوفي له سيانان سره په مرکه کې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم او د امربالمعروف د وزیر خالد حنفي د نیولو غوښتنه کړې.
نوموړې ویلي، هیله لري چې د طالبانو حکومت د پوهنې د وزیر په ګډون د نورو طالب چارواکو په تړاو هم ورته اقدام وشي.
هغې زیاته کړې، چې طالب چارواکي باید د نسل وژنې پر بنسټ د بشریت ضد جرمونو په ترسره کولو کې حساب شي.

