د ایران د کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي سره په لیدنه کې د تهران، کابل او ملګرو ملتونو ترمنځ د درېاړخیزې ناستې غوښتنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د وضعیت تنظیم، د نړیوالو ادارو د مالي مرستو زیاتوالی، او د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي په اړه خبرې شوې.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ګراندي له ایرانه د افغان کډوالو د تدریجي بېرته ستنولو غوښتنه وکړه، تر څو پر افغانستان ناڅاپي فشار وارد نه شي.

