جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهفلسطیني رسنۍ:د حماس ډلې ویاند عبداللطیف القنوع د اسرائیل په هوایي برید...

فلسطیني رسنۍ:د حماس ډلې ویاند عبداللطیف القنوع د اسرائیل په هوایي برید کې ووژل شو

د حماس اړوند رسنیو راپور ورکړی، چې د دې ډلې ویاند عبداللطیف القنوع نن سهار د اسرائیل په هوایي برید کې د غزې په شمال کې ووژل شو.

د حماس الاقصی ټلویزیون ویلي، القنوع هغه مهال ووژل شو، کله چې د جبالیه په سیمه کې پر خیمه‌یې هوایي برید وشو.

د رویټرز د راپور له مخې، د فلسطین روغتیایي سرچینې وایي، چې په دې برید کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې دا په روانه اونۍ کې دریم لوړپوړی غړی دی چې د اسرائیلي بریدونو قرباني کېږي.

بل‌خوا، په جلا جلا اسرائیلي هوایي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان په غزه ښار او یو تن په خان‌یونس کې وژل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here