له رفح سره نږدې د یوې ډلهییزې هدیرې څخه د ۱۵ ژغورونکو د مړو تر موندل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې دا پېښه هېڅکله باید نه وای شوې.
د دې ادارې په وینا، د قربانیانو په منځ کې اته تنه د فلسطیني سرې میاشتې غړي، شپږ تنه د فلسطین د ملکي دفاع غړي، او یو د ملګرو ملتونو کارکوونکی شامل دي.
دا مرستندویه کاروان د مارچ د ۲۳مې د سهار په لومړیو ساعتونو کې په رفح کې د درنو ډزو هدف ګرځېدلې وه.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې په هماغه وخت کې یې د فلسطیني سرې میاشتې له ټیم سره تماس بایللی و.
اسراییلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

