د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل هادي مسلمیار د برېښنا تولید په برخه کې د میرویس عزیزي له لوري د لس زره میګاواټه برېښنا پروژه د افغانستان د پر ځان بساینې، اقتصادي ودې او سلګونه زره کسانو ته د کاري زمینې د برابرولو په برخه کې یو بېساری ګام بللی دی.
هغه میرویس عزیزي ته د دغې سترې پانګونې له امله مبارکي ورکړې او دا یې د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره یو مهم اقدام یاد کړی دی.
مسلمیار ویلي، چې برېښنا د ژوند، صنعت، تولید، پرمختګ او اقتصادي خپلواکۍ لپاره اساسي ارزښت لري او د عزیزي بنسټ دا پانګونه به افغانستان د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې نوې مرحلې ته ورسوي.

