د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي د ۱۳۶۷ کال د جلال آباد د شپږ میاشتني محاصرې خونړۍ کیسه له نننۍ غزې سره پرتله کړې او وايي، د غزې فاجعه هغه څوک ښه درک کولای شي، چې د جلالآباد د جګړې تجربه یې لرلې وي.
فضلي وایي، چې د جلال آباد ښار د مجاهدینو، د پاکستان د آیاېسآی، عرب جنګیالیو او لوېدیځو ملاتړ لرونکو ځواکونو له خوا له څلورو خواوو محاصره شوی و، په ښار زرګونه راکټونه وورېدل، لوږه او قحطي خپره وه، درمل او طبي امکانات نه ول، او تبلیغاتي جګړه هم هممهاله روانه وه.
نوموړي لیکلي، چې د ښار دفاع یوازې د ۱۵۰۰۰ افغان ځواکونو له خوا کېده، او هغوی د شاوخوا ۱۸۰۰۰ بهرنۍ ملېشو یرغل شنډ کړ.
فضلي پر دې ټینګار کوي، چې د جګړې تر شا یوازې افراد نه، بلکې نړیوال سیاستونه ولاړ دي.
دی وايي، هماغه کسان چې د جګړو او محاصرو په تبلیغ کې بوخت وو، له ۲۰۰۰ کال وروسته د «بشر د حقوقو» او «دموکراسۍ» استازي وبلل شول.
هغه د خپلواک، ایډیالوژیک او اوږدمهال سیاسي حرکت اړتیا مهمه ګڼي او وايي، که افغانان ژور سیاسي تحلیل ته مخه نه کړي، تاریخي فاجعې به بیا تکرار شي.

