د چارو ادارې پخواني رییس، فضل محمود فضلي په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان ریښتینی ملي دریځ هغه دی چې د پاکستان د هر ډول تېري روښانه او بېاستثنا غندنه وکړي.
ښاغلي فضلي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، هغه کړۍ چې د ښه او بد په نوم د پاکستان یرغلونه توجیه کوي، د ملي ګټو خلاف عمل کوي
د هغه په وینا، پاکستان له خپل جوړېدو راهیسې په افغانستان کې نیابتي جګړې او افراطیت صادر کړي چې پایله یې د افغانانو ورور وژنه او د دولتونو کمزوري کېدل دي.
هغه ټینګار کړی چې د هر سیاسي بدلون لپاره باید د پاکستان د ټولو تېرو مداخلو ښکاره غندنه وشي، ځکه همدا ثبات لرونکی او اصولي دریځ د وطنپرستۍ اصلي معیار دی.

