د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وايي، افغانې نجونې او ښځې د استعمار د زړې دښمنۍ قرباني دي او د طالبانو د ناانساني سیاستونو له امله له زدهکړو محرومې دي.
نوموړي د نوي کال په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د کار، ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندېدل او هغوی ټولنه کې له هر راز ګډون څخه بې برخې کول کومه تصادفي پېښه نه ده، بلکې د تاریخ تکرار او یو تاریخي ظلم دی.
نوموړی وايي دا یوه زړه او تکراري استعماري پروژه ده چې په پوره بې رحمۍ او قساوت د حاکمې نیابتي ډلې په وسیله پلې کېږي.
د فضلي په خبره، د افغانو نجونو پر زدهکړو بندیز نه زموږ د ټولنې له عقایدو سرچینه اخلي او نه هم زموږ له دودونو؛ بلکې دا یوازې د واکمنې نیابتي ډلې بهانې دي چې د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره او زموږ د نسلونو تباهۍ لپاره کوي.
فضلي وايي، افغانان باید سپیڅلې مبارزه وکړي او د یو ستراټیژیک فکر له لارې هدف ته ورسېږي.

