د چارو ادارې پخواني رییس فضلمحمود فضلي ويلي چې په واک کې د يو شمېر افرادو يا ډلو شريکول او ورته څوکۍ ورکول نه يوازې د واک مشروعيت تضمينولای شي، بلکې د هېواد د بومي او ولسي سياسي بهیرونو پر وړاندې خنډ هم جوړېدی شي.
ښاغلي فضلي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، هغه کسان چې د «ټولګډونه حکومت» يا د بل هر نوم لاندې د داسې حکومتي جوړښت طرحه او په نړيوالو کنفرانسونو کې يې توجيه کوي، په اصل کې همدا موضوع د خپلو شخصي او ډلهییزو لنډمهاله ګټو لپاره مطرح کوي.
هغه ویلي چې دا ډول سياسي فعالان د اساسي قانون په چوکاټ کې د هېواد د دوامداره سیاسي او قانوني ثبات ملاتړي نه دي.
فضلي ټينګار کړی چې ځينې خلک د څوکۍ د لاسته راوړلو په موخه د «سياسي زلزلو» د رامنځته کېدو هيلې هم کوي او نور بیا د راولپنډۍ د ګارنیزیون قوماندانانو ته نږدې کېږي؛ مقصد يې دا دی چې د بېثباتۍ، چاودنو او ورانیو له لارې په واک کې د ګډون لاره خلاصه شي.
هغه دا هڅې مردوده وبللې او وييویل چې دا لارې د ولسي سياست ضد او پردۍ نسخې دي او په نتيجه کې د اوسني غيرمشروع حاکمیت د دوام مرسته کوي.

