د چارو ادارې پخواني رئیس، فضل محمود فضلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې د نوموړي له دریځونو خوښي څرګندوي، باید د تاریخ له تجربو عبرت واخلي.
فضلي په خپله ایکس پاڼه ویلي، ځینې “مليضد څېرې او پنجابي جنرالان” د ټرمپ له وروستیو خبرو خوښ ښکاري، خو د ده په وینا، تاریخ ښيي چې امریکا له کوم هېواد سره په ورته بڼه ملاتړ کړی، هماغه هېواد وروسته له جدي سیاسي او امنیتي بحرانونو سره مخ شوی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې بهرنی ملاتړ که د لنډمهالي سیاسي امتیاز په توګه وکتل شي، پایلې یې ډېر وخت د اوږدمهالو بېثباتیو او داخلي شخړو په بڼه راڅرګندېږي.
فضلي خبرداری ورکړی، که څوک دا ډول ملاتړ د ویاړ او خوښۍ موضوع بولي، باید د احتمالي پایلو مسوولیت هم ومني.

