وروسته له دې چې اسلاماباد د سپټمبر له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د ایستلو نوې لړۍ پيلوي، چې له مخې به یې میلیونونه افغانان په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او سپینږیري له خپلو کورونو او شتمنیو بېبرخې کړل شي، د جمهوري نظام د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي دا اقدام ظالمانه عمل بللی او ویلي یې دي چې د نړیوالو قدرتونو چوپتیا د پاکستان د کړنو د ښکاره ملاتړ معنا لري.
ښاغلی فضلي ویلي، هماغه هېوادونه چې افغانان یې د بشري حقونو او اسلامي اخوت تر شعار لاندې د هجرت او جګړې ډګرونو ته هڅول، نن یې یوازې پرې ایښي دي.
فضلي زیاته کړې چې بشري حقونه او اسلامي اخوت اوس یوازې د ولسونو ترمنځ معنا لري، په داسې مهال چې دولتونو او زبرځواکونو خپل ټول اخلاقي ماهیت له لاسه ورکړی او نور باید افغانان د دغو شعارونو تر شا ونه غولېږي.

