د چارو ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي وایي، واشنګټن ته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر دوه پرلهپسې وروستي سفرونه د نوو نیابتي ستراتېژیکو بمونو د بازارموندنې لپاره شوي دي.
ښاغلی فضلي وايي چې د دغو بمونو د سوداګریزو موادو تولید پیل شوی او د همدې اګست میاشتې په پای کې به یې لومړنی نندارتون په اسلاماباد کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې امریکا ویلي، چې پاکستان سره به د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې ګډه همکاری وکړي.

