شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانفضل الهادي مسلمیار د طالبانو حکومت ته:د نوي تعلیمي کال له پیلېدو...

فضل الهادي مسلمیار د طالبانو حکومت ته:د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره سم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ

د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل الهادي مسلمیار د نوي ۱۴۰۵ لمریز کال او د نوروز د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي ویلې ده.

هغه په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستان ویاړلي او قهرمان ملت ته د نوي کال او د نوروز د لرغوني جشن مبارکي وایي او هیله لري چې دا کال د ټولو افغانانو لپاره د ښه ژوند او خوشحاله راتلونکي پیل شي.

مسلمیار د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې، چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره سم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو خویندې او مېرمنې د زده کړو له ستر نعمت څخه بې برخې پاتې نه شي.

هغه ویلي:«د اسلام مبارک دین او اسلامي شریعت له مخې نارینه او ښځینه د زده کړو برابر حق لري او پر دواړو دیني او عصري زده کړې فرض دي، د یوه سیال او مېړني ملت په توګه باید خپلو لوڼو او خویندو ته د زده کړو زمینه چمتو کړو ترڅو په هره مسلکي برخه کې تعلیمیافته، مستعدې او تکړه خویندې ولرو او د خپلو وطنوالو خدمت وکړي.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here