د چارو اداري پخواني مشر ډاکتر فضل محمود فضلي د پاکستان د پوځ پر سنتي ستراتېژۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان ثبات د پاکستان د نظامي حاکمیت د ګټو خلاف تمامېږي.
فضلي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستان سیاسي شنونکي که ادعا کوي د افغانستان ثبات د پاکستان په ملي ګټه دی، نو دا یا د «سیاسي ماشوموالي ټوکه» ده او یا دا چې د پاکستان مشران نه پوهېږي چې اصلي ملي ګټې یې څه دي.
د ده په خبره، پاکستان نن د پوځ پر ساه ولاړ دی، او دغه پوځ د سیمهییزې ګډوډۍ څخه ځان ته بودیجه، واک او توجیه برابروي.
فضلي زیاتوي چې د پاکستان پوځ د ثبات نه، بلکې د دوامدار بحران له لارې خپله سیاسي او اقتصادي بقا ساتي؛ ځکه نو هر ځل چې په سیمه کې د سولې خبرې راپورته شي، د پاکستان پوځي حلقو ته یې د خطر زنګ وهل کېږي.
نوموړي په ټینګار ویلي: «یو با ثباته، خپلواک او پیاوړی افغانستان نه یوازې د پاکستان د پوځ د نفوذ کچه راکموي، بلکې د پاکستان د دولت د موجودیت په اړه نړیوالې پوښتنې هم راپورته کوي.»

