د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي وایي، چې طالب په خپلو اقداماتو او دریځونو کې نه یوازې د ښځو او نجونو ډېر ابتدایي حقوق تر پښو لاندې کړي، بلکې د افراطیت، ظلم او استبداد لړۍ یې پر ټول ملت تحمیل کړې ده.
فضلي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چئ د هېواد هیڅ، قوم، قشر او برخه د طالب له استبداد څخه مستثنا نده او په ټولو افغانانو یو همه شموله استبداد او جبر حاکم دی.
فضلي ویلي، چې د افغانستان اوسنۍ اساسي ستونزه د مشروع نظام نشتوالی دی، چې له امله یې زموږ ولس له سختو ناورینونو سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالب په مشرۍ موجود حاکمیت نه یوازې دا چې د داخلي مشروعیت نښې نښانې نلري، بلکې په بین المللي کچه هم په رسمیت نه دی پیژندل شوی.
فضلي دغه راز ویلي، چې د طالب حاکمیت، چې درې کاله یې پوره کیږي، اوس هم ځکه سرپرسته کابینه لري چې طالب پخپله د خپل حکومت په داخلي مشروعیت باور نلري.
د فضلي په وینا، که څه هم نړیواله ټولنه کله کله په ظاهري ډول د طالب د افراطي او وحشیانه کړنو په اړه نیوکې کوي؛ خو په واقعیت کې دا غوښتنې او نیوکې تش په نامه دي.
د هغت په خبره، نړیوالې ټولنه، سره له دې چې د طالب حاکمیت په رسمیت نه پیژني خو په پټه ورسره غیر مشروع امنیتي، اقتصادي او استخباراتي اړیکې لري.
فضلي همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې هر ډول استبداد مات شوی او د طالب دا غیر مشروع او افراطي واکمني هم پای ته رسیدونکې ده.

