د مشرانو جرګې پخواني رییس فضلالهادي مسلمیار ویلي، د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا پر کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو هوایي بریدونه کړي دي.
مسلمیار د دغه برید په سختو ټکو غندنه کړې او پر نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې غږ کړی چې د یاد هېواد له لوري د خپلسرو او وحشیانه بریدونو په اړه جدي پوښتنې وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، هېڅوک یې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري، او ملي حاکمیت یې نه شي ګواښلی.
مسلمیار ویلي، «تر هر څه لمړی افغانستان، سره یو شئ، وخت د ننګ دی.»

