د افغانستان پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي ویلي، چې طالبان د نړۍ ظالم ترینې امنیتي او قضایي قوې لري.
ښاغلي حمیدي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، لیکوالان، خبریالان، دیني عالمان، مدني فعالان او ګڼ شمېر نور خلک په وحشتناک ډول د طالبانو بند کې دي.
نوموړي زیاته کړې، د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کول جرم نه بلکې انساني او اسلامي حق دی.
هغه د طالبانو له حکومت غوښتي چې د خلکو د وهلو پرځای باید د دوی غوښتنې واورېدل شي.

