د جمهوري حکومت لوی څارنوال فريد حميدي ویلي چې د طالبانو لخوا د ځانمرګو بريدونو غندل «د تاريخ تريخ طنز» دی
هغه ویلي، د جمهوریت وخت کې څارنوالان د طالبانو اصلي اهداف و او پر دوی به یې ګڼ بریدونه کول.
نوموړي د وژل شویو څارنوالانو پر مړینه خواشیني ښودلې؛ خو زیاته کړې یې ده چې قاتلین نن د مظلومو په نقش کې ځان څرګندوي.
د یادونې ده چې د تېرې ورځې په برید کې یوازې ۱۳ څارنوالان ووژل شول، چې ټول یې د پخواني حکومت کارکوونکي وو.

