د فراه په قلعهکا ولسوالۍ کې د راوتلو سیلابونو له کبله ۲۱ کسان وژل شوي.
سیمهییزې سرچینې وایي، یادې پېښې کې ۵ تنه نور ټپیان شوي.
په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ویل کېږي چې یو شمیر ښځې او ماشومان چې د تفریح لپاره د غرونو لمنو ته تللي وو، د طالبانو د ژغورنې ټیم په وخت د نه رسېدو له امله د باران او سېلابونو په راوتلو وژل شوي دي.

