د فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، چې په افغانستان کې د وچکالۍ او ناڅاپي سېلابونو له امله د خلکو د بېځایه کېدو کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال له پیل راهیسې تر پنځه میلیونه زیات افغانان د اقلیم د بدلونونو له امله اغېزمن شوي او شاوخوا ۴۰۰ زره کسان بېکوره شوي دي.
راپور زیاتوي چې ډېری افغانان په خټو کورونو کې ژوند کوي او د کرهڼې او مالدارۍ له لارې ځانونه ساتي چې دې وضعیت یې د طبیعي پېښو پر وړاندې ډېر زیانمن کړي دي.
بل لورته د طالبانو حکومت د اوبو د مدیریت ځینې پروژې اعلان کړي، خو د وچکالۍ د حل لار یې د خداي اراده بللې ده.

