د فرانسې یوې محکمې لس کسان د ولسمشر امانویل مکرون د مېرمنې برېژیت مکرون پر ضد د انلاین ځورونې او بدنامو افواهاتو د خپرولو په تور محکوم کړل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې محکمې وویل، دغو کسانو په ټولنیزو شبکو کې ناسم او سپکوونکي مطالب خپاره کړي وو، چې پکې د هغې د هویت په اړه جعلي ادعاوې شاملې وې.
د محکمې د معلوماتو له مخې، دغو کسان په منظم ډول داسې ادعاوې خپرولې چې ګواکې برېژیت مکرون ټرانسجینډره ده او پخوا یې بل نوم درلود، په داسې حال کې چې دا ادعاوې بېبنسټه او دروغ ثابتې شوې.
محکمې دا ډول کړنې د فردي وقار او شخصي حریم ښکاره سرغړونه وبلله.
قاضي پر محکوم شویو کسانو د تر اته میاشتو پورې معلق بند سربېره، قانوني محدودیتونه هم ولګول او ټینګار یې وکړ چې د ټولنیزو شبکو له لارې د نفرت او جعلي معلوماتو خپرول به بېځوابه پاتې نه شي.

