د فرانسې حکومت اعلان کړی چې یو ۲۰ کلن افغان ځوان د لیون په ښار کې د داعش خراسان ډلې سره د اړیکو او مالي ملاتړ په تور نیول شوی دی.
د فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ دفتر په یوه بیانیه کې ویلي چې نیول شوی کس د دې ډلې له مفکورې سره ژور تړاو لري او د جهادي ایډیالوژۍ ملاتړ یې کاوه.
د څارنوالۍ په وینا، دغه افغان د داعش خراسان ډلې ته پیسې لېږلې او د دې ډلې د تبلیغاتي موادو په ژباړه او خپرولو کې یې مرسته کړې ده.
چارواکي زیاتوي، چې نوموړی کس څو کاله وړاندې فرانسې ته تللی و او له دې وړاندې هم د ترهګرۍ د ستاینې په تور تر څېړنې لاندې راغلی و.

