پښتون سیاستوال فراسیاب خټک وايي که پاکستان واقعاً د افغان ښځو د حقونو ملاتړ کوي، نو باید هغه افغان ښځې چې د خپلو لوڼو د زدهکړې لپاره پاکستان ته راغلي، په زور او ظلم له هېواده ونه باسي.
هغه همداراز پوښتنه کړې چې ولې افغان ځوانان له پاکستانه شړل کېږي، په داسې حال کې چې غواړي دلته خپل تعلیم بشپړ کړي.
نوموړي زیاته کړې چې پاکستان یوازې د کابل په خړو اوبو کې ماهیان نیسي او د افغان ښځو د حقونو په نوم ځان ته سیاسي امتیازات غواړي؛ خو په عمل کې د دوی د حقونو درناوی نه کوي.

