فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه مقاله کې لیکلي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې په چټک ډول خرابې شوې او وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخې جګړې تر کچې رسېدلی دی.
د راپور له مخې، د دواړو لورو ترمنځ وروستیو نښتو د سلګونو کسانو ژوند اخیستی او لسګونه زره کسان بېځایه شوي، چې له امله یې په سیمه کې د پراخې بېثباتۍ اندېښنې زیاتې شوې دي.
فایننشل ټایمز زیاتوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو دا کړکېچ به د جنوبي او منځنۍ اسیا پر امنیت جدي اغېز وکړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې چې بیړنۍ خبرو، نړیوال منځګړیتوب او د لویو قدرتونو لکه د امریکا او چین مداخلې ته اړتیا ده.

